تخار؛ کهکشان لوبډلې د دې ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د فوتسال خزاني سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۳۲
تخار؛ کهکشان لوبډلې د دې ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د فوتسال خزاني سیالیو اتلولي وګټله

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال خزاني جام سیالۍ د کهکشان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د جوانان آمو، جوانان دراني، جوانان آریا، جوانان تلاش، جوانان شیوا، جوانان سرحد کتکجر، جوانان خورشید ګل‌بهار، جوانان الماس، جوانان راه وحدت، موج ساحل، ارسلان، نجوم سحر، احمد کوچک، موج آمو، استقلال، طوفان، کهکشان، مومند، اتحاد کتکجر ، سرحد نوین، یاشلر او یاران لوبډلو ګډون درلود.

د دې سیالیو په پایلوبه کې د کهکشان لوبډلې د ۲-۱ ګولونو په توپیر اتحاد کتکجر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په دې سیالیو کې اتحاد کتکجر لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ، په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او تقدیرنامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS