تخار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کوکچه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۵۰
تخار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کوکچه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د کوکچه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې کوکچه لوبډلې خپلې سیالې امو لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS