تر ټاکنيز پړاو وروسته د کابل الف او ب هنډبال لوبډلې ترکيب اعلان شو.

تر ټاکنيز پړاو وروسته د کابل الف او ب هنډبال لوبډلې ترکيب اعلان شو. دا لوبې د ۸ لوبډلو ترمنځ چې پکې ۱۲۰ ښځينه او نارينه لوبغاړو برخه اخېستې وه د بدني روزنې او ورزش رياست په جمنازيوم کې د چنګاښ په ۲۹ د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې. د نارينه و په پايلوبه کې د کابل کلب لوبډلې پر پوليتخنيک لوبډلې ۲۶/۳۶ پایلې سره بری وګټه او
د نجونو په فاينل کې هدايت لوبډلې پر کابل ښځينه کلب ۲۵/۲۰ برلاسې شوه. دا لوبې د خپلواکې د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت او د غوره څېرو د پېژندلو په موخه د کابل الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.