جوزجان؛ آقچې ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د آقچې او ګاونډیو ولسوالیو ترمنځ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ په هماهنګۍ، د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د وزلوبې په یادو سیالیو کې ګډونوالو پهلوانانو خپلې وړتیاوې وښودې، چې د سیالیو د مسوولینو له لوري بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.
د ولسوالیو په کچه د وزلوبې وده او پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.