جوزجان؛ شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیمه یېزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۰
جوزجان؛ شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیمه یېزې سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودېزو ورزشونو مدیریت له لوري د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ د یاد ولایت د شبرغان ښار په مرکزي کلب کې پیل شوې.

دغو سیالیو کې د اریانا تصدي افغان ګاز، جوانان عید محله، جوانان پروژه ال، مجاهد کلب، وحدت کلب او ارمان کلب ګډون کړی وو.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د جوانان پروژه ال او د مجاهد کلب ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې جوانان پروژه ال لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپل نوم کړه.

د غه سیالۍ چې څلور ورځې به نور هم دوام وکړي د ترسره کېدو موخه یې د جوزجان ولایت اوسېدونکو ته سالمه تفریح برابرول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS