جوزجان؛ فیض اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د فیض اباد ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې فیض اباد ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې دهدادي ځوانانو لوبډلې ته په پنالټیو کې د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
