جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نويد پهلوان خپل سیال مهرالله ته د ۴/۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د ورزشکارانو هڅول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
