خورشید کریمي لوبډله د بغلان ولایت د فوټسال رمضان جام سیالیو اتله شوه
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار جمنازویم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د خورشید کریمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه د خورشید کریمي او امیري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې خورشید کریمي لوبډلې د ۳/۴ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
