خوست؛ باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لغمان سټارز او کوټکیو پاچاهانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د لغمان سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢١ منډو هدف وټاکه. کوټکیو پاچاهانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه یې د شپږو منډو په توپیر وبایلله.
دغه سيالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.