خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې طبما مرکزي کلب لومړی، ځوان مبارز کلب دویم او تڼیوال کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
