خوست؛ سرحد بازانو لوبډلې د سيټوان ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۳۳
خوست؛ سرحد بازانو لوبډلې د سيټوان ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيټوان سيمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د سيټوان ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د سرحد بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سرحد بازانو او دروېش تسکين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه سرحد بازانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې دروېش تسکين لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۹ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې د مسؤلينو لوري؛ اتلې لوبډلې ته ۲۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او نائب قهرمان لوبډلې ته بيا ۱۰٫۰۰۰ افغانۍ د انعام په ډول ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS