خوست؛ مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۴۴
خوست؛ مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت د مرکز متون ښار په درګوټيو کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ پنځم پړاو ډي پي ايل ليګ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه دميرزاخېلو او د وصال برېښنا کرېکټ کلبونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ، د ميرزا خېلو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکليو ۱۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د برېښنا وصال لوبډلې په ټاکليو ۱۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS