خوست؛ مسرور کلب لوبډلې د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۳:۰
خوست؛ مسرور کلب لوبډلې د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له لوري، د ياد ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ زېړۍ کلي کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د ځوانانو يووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ د مسرور کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مسرور او څوۍ بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې مسرور کلب لوبډلې، سيالې لوبډلې ته د ۸۸ منډو هدف کېښود، څوۍ بازانو لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او د ۴۸ منډو په توپير د مسرور کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ چې يو مياشت يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ياده شوې وه.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS