خوست؛ میرویس بديخېلو لوبډلې د جبارخېل جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۲۸
خوست؛ میرویس بديخېلو لوبډلې د جبارخېل جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په لکڼو سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د جبارخېل جام په نوم د واليبال سيالۍ د ميرويس بديخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پايلوبه کې ميرويس بديخېلو لوبډلې خپلې سيالې بهير کمرسر لوبډلې ته د ۳۱ پر ۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او د جام اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۷
Background image

پکتيکا؛ په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ او جاني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چامړي اتلانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS