خوست؛ په صبريو ولسوالۍ کې د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۲۷
خوست؛ په صبريو ولسوالۍ کې د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت صبريو ولسوالۍ په اتحاد کلي کې د همدې کلي د ځوانانو له‌ لوري د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي،د پيل لوبه يې د خپلواک زلمي او ابوخېلو سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه خپلواک زلمي لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۰۷ منډې هدف کېښود.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ابوخېل سټارز لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۲۹ منډو يې ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS