خوست؛ پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې لوبډلې د معارف جام کرکت ټېپ بال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۵۵
خوست؛ پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې لوبډلې د معارف جام کرکت ټېپ بال سیالیو اتلولي وګټله

د خوست د ورزش امریت او پوهنې ریاست په ګډه همغږۍ په حکیم تڼیوال پارک کې د ۲۸لېسو او مدرسو لوبډلو ترمنځ د « معارف جام» په نوم د ټېپ بال پیل شوې سیالۍ د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې لوبډلې په ګته پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې یوه میاشت یې دوام وکړ پایلوبې ته د مرکز پوهاند عبدالحی حبیبي او مندوزیو ولسوالۍ څړبن لېسو لوبډلو لاروموندله، د پوهاند عبدالحی حبیبې لېسې لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۵لوبغاړو په زیان مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۷مڼډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د څړبن لېسې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او د لسم اور په وروستي بال یې د اته ویکتو په زیان سره یوازي ۹۵منډې وکړي او لوبه یي د ۲۲منډو په توپير وبایلله.

عنایت د ۲۰۸ منډو په کولو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی او ابراهیم بیا د ۱۲لوبغاړو په سوځولو سره د غوره توپ اچونکي جایزه ترلاسه کړه.

د دې جام موخه د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ واټن له منځه وړل او زده کوونکو ته د حب الوطن روحیه ورکول دي.

په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS