خوست؛ چينې بريال لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۸:۵۷
خوست؛ چينې بريال لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد‌ ولايت په مرکز لکڼو جبې لوبغالي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې دوې نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د چينې بريال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د عبدالرحمن ميوند او چينې بريال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې چينې بريال لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS