خوست؛ گلزار اکا لوبډلې د يووالي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د گلزار اکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د گلزار اکا او متون اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې متون اتفاق لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې گلزار اکا لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
