خوست: زلمیانو د ځاځي میدان ولسوالۍ په سطحه اتلوالي خپله کړه.
د خوست کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق ددغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې؛ د کرکټ لوبو اتلولي د سیال غونډۍ زلمیانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
په یادو سیالیو کې د ځاځي میدان ولسوالۍ ۶۲ لوبډلو ګډون درلود،چې پایلوبه یې د سټیوان سیال غونډۍ زلمیانو او مغل خېلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
سیال غونډۍ زلمیانو وکولای شول، چې مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلوالي خپله کړي.
د یادو سیالیو موخه د ځوانو استعدادونو موندنه او د ځاځي میدان ولسوالۍ په سطحه د یوې غوره منتخبې لوبډلې رامنځته کېدل وو.
د یادولو وړ ده، چې د خوست ولایت د دوولسو ولسوالیو او درې اداري واحدونو په سطحه ورته مسابقات روان دي، چې د هرې ولسوالۍ له قهرمانې لوبډلې معلومولو وروسته به د ولسوالیو د قهرمانو لوبډلو ترمنځ مسابقات ترسره کیږي.
