خوست: په اماني لوبغالي کې د ترمیم چارې روانې دي.
د خوست ولایت د اماني لوبغالي دشپنیو څراغونو د نصب په خاطر د پایو د لوړولو چارې پیل شوې.
نن ورځ د یادو پایو چې لوړوالی یې پخوا اووه متره و، اوس به یې لوړوالی 13 مترونو ته ورسیږي.
په اماني لوبغالي کې شپږ پایې شتون لري، چې چارې یې نن ورځ له خپلو داخلي موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې پیل شوې او په جوړېدو سره به یې شپني لوبې هم پیل شي.
