خوست کې د اشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۳۴
خوست کې د اشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اشي هارا کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له خالبساط، سيد خېل او ځاځي ميدان کلبونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله ۱۸ تنه غوره ورزشکاران د خوست اشي هارا کراټې منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۱۰
Background image

قرغیزستان؛ مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش له وزیر سره ولیدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان د ورزش ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره ولیدل او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د وزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ قبیله یي سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته روانه شوه

د وزلوبې ۱۲ کسیزه لوبډله، چې ۱۰ چاپندازان او یو روزونکی پکې شامل دی، د وزلوبې او نیزه وهنې ملي فدراسیون د رئیس حاجي سرور جلال په مشرۍ د ۲۰۲۶ قبیله یي نړۍ‌والو سیالیو ۶م پړاو کې د ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۵۲
Background image

پکتيا کې د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د WTF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS