قرغیزستان؛ مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش له وزیر سره ولیدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۱۰
قرغیزستان؛ مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش له وزیر سره ولیدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان د ورزش ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو ورزشي همکاریو پر اړه خبرې وکړې.

ښاغلي وثیق همداراز له ښاغلي دیګتیاریوف سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د ورزشي اړیکو د لا پیاوړتیا، په ورزشي سیالیو کې د ورزشکارانو د ګډون او همداراز د افغانستان د ورزش د لا پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان په کوربه‌توب د نومېډیک ګېم یا قبیله وي سیالیو د پرانیستې په غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

دا په داسې حال کې دی، چې دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د وزلوبې، کورش او زورخانه‌يي ورزشونو د برخې ورزشکارانو هم ګډون کړی دی.

د قبیله وي سیالیو شپږم پړاو د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د قرغیزستان په کوربه‌توب په بشکیک ښار کې ترسره کېږي، چې د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۷
Background image

خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند حبشخېلو غره کلي کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS