خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار په پټارې کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د نوید او روشن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نوید لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه. روشن لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر وبایلله.
ډاکټر فرهاد د ۲۲۵ منډو په جوړولو سره د دغو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
