خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۵۱
خوست کې د شپږو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې له شپږو ولایتونو د ٥٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیلف ډفېنس سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له خوست، کابل، پکتیا، ارزګان، غزني او لوګر ولایتونو څخه ٥٢ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې خوست په ١١ بریاوو سره لومړی، کابل په ٩ بریاوو سره دویم او پکتیا بیا په پنځو بریاوو سره درېیم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS