خوست کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام درې لوبې ترسره شوې
خوست ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام تیره ورځ درې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیود تیرې ورځې لومړۍ لوبه د " م.ج.اه.د او ځوانانو کلوپ" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د " ۲ - ۰" پایلې سره د ځوانانو کلوپ په بریا پای ته ورسېده.
دویمه سیالۍ د " میدان هوايي او غرغښت " لوبډلو ترمنځ وه چې د " ۲ - ۰ " پایلې سره د میدان هوايي په بري تمامه شوه او دریمه سیالۍ بیا د " متون بابا او شهید معلم جان » لوبډلو ترمنځ وه چې د "۰ – ۰ " پایلې سره مساوي پای ته ورسېده.
د یاد لیګ پر دوام به نن ورځ هم درې لوبې ترسره شي چې لومړۍ سیالۍ به د " ګربزسرحدي او المرې "، دویمه لوبه به د " بریال او ګلزار اکا " او دریمه سیالۍ به د « شاهین او متون بابا » لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د یادولو وړ ده، چې د غوره لیګ دا سیالۍ هر کال په خوست ولایت کې یو ځل ترسره کیږي.
