خوست کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند شمل فراري سیمه کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مهران وزیر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مهران وزیر لوبډلې د ٢٣/٣١ نمرو په توپیر خپلې سیالې قدرت الله فارم باغ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوې وې، چې دوه نیمې میاشتې یې دوام وکړ.