خوست کې د ٦٥ ورزش کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱۷
خوست کې د ٦٥ ورزش کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز کې په شپږو وزني کټګوریو کې د ٦٥ ورزش کارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې له شپږو بېلابېلو وزني کټګوریو څخه ١٢ ورزش کاران د خوست د ووشو ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

يادې سیالۍ د خوست ولایت د ووشو ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزش کارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته د اتلولي حکمونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS