خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند صحرا باغ سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هلال ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې هلال ټایګرز لوبډلې د دوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې شمل زلمیو ۱۶۰ منډې هدف ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ.
