خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۳۰
خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند لکڼو بدیخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو بلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د تڼیو الف او مندوزیو بلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مندوزیو بلال لوبډلې د ۳۱ پر ۱۵ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د خوست د قومونو د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS