خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۳۵
خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې د پيران زلمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پيران زلمي او اکبر زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اکبر زلمي لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې پيران زلمي لوبډلې ياد هدف په اورم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ویکټو په توپير وگټله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS