دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اشترلي ولسوالۍ په پيشدرم خوشک سيمه کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې مهدي اکبر لومړی، يونس رحيمي دويم او مهدي مهدوي بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.