دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې ویشتلو اتلتیک سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د یادې برخې د فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۲۸ تېږې ویشتوونکو لوبغاړو ترمنځ د تېږې ویشتلواتلتیک سیالۍ د خدیر ولسوالۍ په کیان سېمه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
د دغو سیالیو د ۲۸ لوبغاړو له ډلې الطاف کیاني لومړی مقام، سلطان انصاري دویم مقام او نادر کربلایي درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د سېمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.
