دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د خدیر ولسوالۍ په ګورګه سیمه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یوه ورځ دوام وکړ، په پایله کې جاوید محبي لومړی مقام، وحید قاسمي دویم مقام او ولي محمد درېیم مقام ترلاسه کړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.