ميدان وردگ؛ مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۲:۱
ميدان وردگ؛ مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ځواک ميدان ښار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د ځواک ميدان ښار، وردگ زلمي، جلريز، جاويد عزیزي، سپين غر او نصير حمزه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې ځواک ميدان ښار لوبډلې سيالې جلريز لوبډلې ته ۱/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د بغلان ولايت سيلاب ځپلو سره د ورزشکارانو او عامه خلکو نغدي همکاري وه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS