دایکندي؛ د پاتو ولسوالۍ تمزان بازار کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د ولسوالیو د ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان بازار کې له مختلفو سیمو څخه د ۲۳ لوبغاړو ترمنځ په ۸۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو په پایله کې رضأ محمدي لومړی، بسم الله دویم او محمد ضیأ درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د دغو لوبو وده، د غوره لوبغاړو موندل او د ځغاستې له اصولو سره بلدتیا ښودل شوې ده.