دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سیال ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوې لپاره د تیږې اچوونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې په پایله کې سردار خاوري لومړی، رضا دویم او اسماعیل درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او ورزشکارانو ته یوه سالمه تفریح برابرول وو.
