دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د طوفان شهرستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د شهرستان ولسوالۍ په مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې ۴۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د طوفان شهرستان لوبډلې خپلې سیالې میوند نیلي لوبډلې ته د ۶/۴ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته د ځوانانو هڅوول او وده ورکول و.
