دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو لیګ پای ته ورسېده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۱۵
دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو لیګ پای ته ورسېده

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو لیګ د طلوع میرامور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د طلوع میرامور لوبډلې خپلې سیالې برګ برګر لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهاب الدین لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د پکتیا مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زندانونو چارو ریاست سره په همغږي د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۱
Background image

هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS