دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۳
دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ په ۴۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د ځوانانو لوبغاړو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې رحمت لومړی، خدا بخش دویم او محمد خاوري درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱
Background image

پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

BACK TO NEWS