دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسکان روغتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۱:۳
دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسکان روغتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په میرامور ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام په نوم د والیبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې د اسکان روغتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اسکان روغتون لوبډلې خپلې سیالې ښاریانو لوبډلې ته د ۳/۰ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او ملاتړ کول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه او ورزشي لباسونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS