دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۳
دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په کجران ولسوالۍ کې د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې شېراغا د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ظاهر دويم او اکبر بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS