دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د اتحاد خربيد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د اتحاد خربيد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد خربيد لوبډلې خپلې سیالې استقلال پيشدرم لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.