دکندز ولايت په دوو ولسوالیو کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
دکندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او وزلوبې فدراسیون په ګډه همغږۍ د کندز ولايت په حضرت امام صاحب او قلعه ذال ولسواليو کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغه سياليو کې د حکومتي او ورزشي مسولينو سربېره ګڼو نندرچيانو ګډون کړی و.
د يادو سياليو په پای کې د امام صاحب ولسوالۍ څخه امان پهلوان او قلعه ذال ولسوالۍ څخه برات پهلوان ګټونکي بلل شوي دي.
د دغو سیالیو موخه د چاپندازانو ترمنځ د تجربو شریکول او خلکو تر منځ یووالی ياد شوی دی.
