د اتلتيک ملي فدراسیون درې کسيزه ډله په اسیايي سیالیو د ګډون په موخه ټایلنډ ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۵:۲۶
د اتلتيک ملي فدراسیون درې کسيزه ډله په اسیايي سیالیو د ګډون په موخه ټایلنډ ته روانه شوه

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک فدراسيون دوو ورزشکارانو او يوه استازي د اسيا په کچه د اتلتيک فدراسيون اړوند ځغاستې سبک په پنځه ويشتم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه د ياد رياست له عمومي رييس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر خدای پامانۍ وروسته د تايلند هيواد بانکوک ښار پر لور روانه شوه.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس د مخې پر مهال په يادو سياليو کې ګډون کوونکو ورزشکارانو ته سپارښتنه وکړه چې په دغو سياليو کې د يوه اسلامي نظام ښه استازولي وکړي او دوی ته يې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

تمه ده چې په دغو سياليو کې به ويس احمد په ۲۰۰ مترۍ او سفر علي احمدي په ۱۰۰ مترۍ کې سيالي ترسره کړي.

دغه سيالۍ چې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي، سږ کال پکې د اسيا په کچه ۴۷ هيوادونه ګډون کوي او د جولای میاشتې له ۱۰ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

هېره دې نه وي چې تر دې مخکې د اتلتيک فدراسيون اړوند افغان ورزشکار سيد جلال جيلاني په نړيوالو سياليو کې چې په جرمني هيواد کې ترسره شوې د طلا مډال ترلاسه کړی و.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په لړ کې به د اسيا په کچه د اتلتيک فدراسيون رييس هم وټاکل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمن د والیبال سیالۍ د تګاب بازانو لوبډلې په اتلولي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبؤډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS