د اسيا د المپيکي سياليو د پرانيسې مراسم ؛ له افغانستان څخه په يادو مراسمو کې ۸۴ ورزشکارانو ګډون وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۵۱
د اسيا د المپيکي سياليو د پرانيسې مراسم ؛ له افغانستان څخه په يادو مراسمو کې ۸۴ ورزشکارانو ګډون وکړ

نن شنبه د چين هيواد په هانګ جو ښار کې د اسيا المپيکي سياليو د نولسم پړاو پرانيسې مراسم ترسره شول، په يادو مراسمو کې د ۴۵ اسيايي هيوادونو ورزشکارانو او د المپيک ملي کمېټې استازو ګډون کړی و. له افغانستان څخه هم په دې مراسمو کې ۸۴ څلور اتيا ورزشکارانو او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې استازو شتون درلود.

د يادو سياليو د پرانيسې مراسم په يو لړ شاندارو او جالبو نمايشونو سره تجليل شول، چې په پيل کې د ټولو هيوادنو ګډون کوونکو استازو او ورزشکارانو ورزشي رژه ترسره کړه. ورپسې د چين هيواد د يادو سياليو مسول، د اسيا د المپيک کمېټې سرپرست او ځينو نورو مسولينو خبرې وکړې.

د چين هیواد مسولينو په يادو سيالیو کې د ګډونوالو هرکلی وکړ او هم يې زياته کړه، چې ورزش د ملتونو او هيوادونو ترمنځ د يووالي بهترينه وسيله ده.دوی د يادو سياليو لپاره د هانګ جو ښار د انتخابولو په هکله هم معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د اسيا د المپيک کمېټې سرپرست رئيس راجا رهندر سنګ خبرې وکړې، نوموړي هم د يادو سياليو په پيلېدو، اهميت او پېغام خبرې وکړې. د چين هيواد له کوربتوب څخه يې مننه وکړه او په څنګ کې يې د هانګ جو ښار د ښه کوربتوب ستاينه هم وکړي.

بايد يادونه وکړو، چې د يادو سياليو د پيل له مراسمو څخه وروسته به د افغان ورزشکارانو لوبې هم شروع شي، چې په ۱۵ مختلفو رشتو کې به افغان ورزشکاران سيالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS