د اسیا المپیکي سیالیو کې افغانستان تر ۱۵ هیوادونو مخکې شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۹:۲۵
د اسیا المپیکي سیالیو کې افغانستان تر ۱۵ هیوادونو مخکې شو

د چين هیواد په کوربتوب د ۴۵ هیوادونو ترمنځ د اسیایي المپیکي سیالیو نولسم پړاو، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۳ مه نېټه د یاد هیواد په هانګژو ښار کې پیل شو، افغانستان پکې د پنځو مډالونو په ګټلو سره ۱۵ اسیايي هیوادونه شاته پرېښودل.

دغه سیالۍ، چې د ۴۵ هیوادونو ۱۲ زرو او ۵۰۰ ورزشکارانو په ۶۱ ورزشي رشتو کې ترسره شوې، افغانستان پکې دېرشم مقام خپل کړ او پاکستان، بنګلادېش، نيپال، عمان، عراق، لبنان، مالدیف، یمن او ځينې نورو هیوادونو څخه مخکې شو.

افغانستان په دې سیالیو کې یو د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل، چې په ټولیز ډول يې شمېر پنځو ته رسېږي، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په دومره مهمو لوبو کې په لوړه کچه مډالونه ګټي.

افغانستان تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ کال اسیايي سیالیو کې دوه او د ۲۰۱۰ سیالیو کې درې مډالونه ګټلي و او په ټولییز ډول يې په اسیايي سیالیو کې اووه ځله ګډن کړی و، چې په مجموعي ډول ۱۱ مډالونه ګټلي و، چې د اوسنیو مډالونو په ګټلو سره یې شمېر ۱۶ ته ورسېد.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ورزش په برخه کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو څرکونه ترسترګو کېږي، چې تېره ورځ یې د فوتسال په برخه کې سعودي عربستان او نن يې د والیبال په برخه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۵۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په منصوري لوبغالي کې له څلورو ولايتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۹
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۵
Background image

کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS