د اسیا المپیکي سیالیو کې نن دوه افغان ووشو کارانو سیالۍ وکړې
د جاپان اویچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې نن محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرامه وزن کې خپل یمني سیال مات کړ او محمد جعفر سلطاني په ٧٥ کیلو ګرامه وزن کې د قزاقستاني سیال پر وړاندې ماته ومنله.
محمد خالد هوتک به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې سه شنبه( د وږي ٣١مه) د اندونيزيايي سیال پر وړاندې سیالي وکړي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولي د ووشو اووه کسیزه لوبډله ګډون لري.
یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ٤٥ هېوادونو ترمنځ په ٤١ ورزشي رشتو کې تېره ورځ د جاپان په کوربتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د نهو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون لري.
