د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې د سوېلي آسیا په څوارلسم پړاو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۵۴
د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې د سوېلي آسیا په څوارلسم پړاو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

د سوېلي آسیا بدن ښکلا څوارلسم پړاو سیالۍ، چې څلور ورځې مخکې د سوېلي آسیا د اووه هېوادونو ۱۷۱ ورزش‌کارانو ترمنځ پیل شوې وې، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې د ۳۷۰ نمرو په ترلاسه کولو سره پکې درېیم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۱۱ تنو ورزش‌کارانو ګډون کړی و، چې د غوره کړنو په پایله کې یې درې د سرو زرو، پنځو د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې سیالیو کې هندوستان تر ټولو زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او مالدیف هېواد بیا دویم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS