د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د ۱۴۴ هیوادونو تر منځ د یوولس امتیازونو په خپلولو سره ۲۹ مقام خپل کړ
د افغانستان تکواندو لوبډله، چې له ۲۰۱۱ کال وروسته په نړیوال ردیف کې له ۱۴ مقام څخه ۱۷۰ مقام ته ښکته شوې وه، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۶۷ مقام خپل کړ، اوس وتوانېده، چې په زړه پورې پرمختګ سره په نړۍ کې ۲۹ مقام خپل کړي.
په دې سیالیو کې یوازې ۲۴ هیوادونه وتوانېدل چې مډال ترلاسه کړي او نور ۱۲۰ هیوادونه په مډال ګټلو کې پاتې راغلل. د افغانستان لوبډلې د ۲۹ مقام په ګټلو سره د تکواندو په نړۍ کې له ۱۱۵ هیوادونو مخکې خپل مقام په ښه ډول وټاکه.
په دې سیالیو کې د تکواندو په نړۍ کې جنوبي کوریا لومړی مقام، کرواسیا دویم ، ترکیې درېیم ، ايټالیا څلورم او عاج ساحل پنځم ځواکمن مقام ترلاسه کړ.
په یادو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې ځلېدل د افغانستان د ملت لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی او غوره ده، چې د دې لاسته راوړنې له امله د افغانستان د تکواندو لوی کور او شریف ملت ته مبارکي ووایوو.
