د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۲۰:۱۱
د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله، چې يو ورزشکار، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس ګډون کړی وو، د اسيايي لوبو شلم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه.

د سوک وهنې يادې لوبډلې له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک ملي کمېټې لومړي مرستیال باور خان هوتک او د المپیکي چارو رئیس دادمحمد پاینده اختري سره وکتل او د مخه ښې مراسم یې ترسره کړل.

د ورزش ادارې مشرتابه هغوی ته په دغو سیالیو کې د بریا هیله وکړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوک وهنې لوبډله په داسې حال کې دغو سیالیو ته روانېږي، چې د هېواد ۳۴ ورزشکاران به په ۹ بېلابېلو ورزشي څانګو کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي لوبو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې دغه المپیکي سیالۍ د روان کال د سپټمبر له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر ۴مې نېټې پورې د جاپان هېواد په کوربتوب د ایچي-ناګویا ښار کې د ۴۵ اسیایي هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي څانګو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۲۰:۱۷
Background image

کابل کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون له لوري د کابل په طلايي کلب کې له ۳۰ کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د کابل ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۲۰:۱۱
Background image

د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله په اسيايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله، چې يو ورزشکار، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس ګډون کړی وو، د اسيايي لوبو شلم پړاو سياليو کې د ګډون په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۲۰:۵
Background image

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز اړوند منګسو سیمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS